Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د برښنا شرکت مشر: نړیوال دې د برښنا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
۵ ثور ۱۴۰۴

د برښنا شرکت مشر: نړیوال دې د برښنا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.



د برښنا شرکت عمومي اجرائیوي مشر عبدالباري عمر د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره کتنه کې د برښنا اړوند لویو پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړي.

دې کتنه کې ښاغلي عمر ویلي، برښنا یوه مهمه بشري اړتیا ده او نړیوال باید د برښنا اړونده برخو کې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې او نوې پروژې پلې کړي.

هغه همدارنګه غوښتنه کړې چې نړیوال دې د تخنیکي اړتیاوو پوره کولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د افغانستان برښنا شرکت سره همکاري وکړي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د برښنا اړوند پروژو بشپړولو لپاره د نړیوالو تمویلوونکو سازمانونو د هڅونې په ګډون، ګڼو نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مطالب

د برښنا شرکت مشر
نړیوال دې د برښنا
نیمګړې پروژې بشپړې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ