Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کډوالو وزارت: د پاکستان له بند خونو۲۶۳ افغان بندیان ازاد شوي.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

کډوالو وزارت: د پاکستان له بند خونو۲۶۳ افغان بندیان ازاد شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، د پاکستان له بندخونو څخه ۲۶۳ افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

 یاد وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي او له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې بندي شوي وو.

 د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې یاد کسان له نوم لیکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته؛ خپلو اصلي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

مطالب

کډوالو وزارت:
د پاکستان له بند خونو
۲۶۳ افغان بندیان ازاد شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ