Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل ښاروالي: په ۱۲مه ناحیه کې د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

کابل ښاروالي: په ۱۲مه ناحیه کې د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي.

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې د پلو لارو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پلې لارې د ۱۳م، ۱۴م ۱۵م او شپاړلسم بلاکونو ترمنځ د نښلوونکي سړک په اوږدو کې جوړېږي، چې په ټولیزه توګه ۶ کیلو متره اوږدوالی لري او د انترلاک تېږو په کارولو سره به په اساسي ډول جوړې شي.

مطالب

کابل ښاروالي
په ۱۲مه ناحیه کې
د پلو لارو جوړولو
چارې روانې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ