Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د لوګر لرغونو سیمو بیارغونه مو لومړیتوب دی.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د لوګر لرغونو سیمو بیارغونه مو لومړیتوب دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال لوګر ته د یوه سفر پرمهال له چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، د یاد ولایت لرغونې سیمې او اثارو ساتنه او بیارغونه د دوی لومړیتوب دی.

جمال زیاته کړه چې ولایت مقام دې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سربېره له یوشمېر کلیدي ادارو سره همغږي پراخه او ځوانانو ته دې د زده‌کړو، همغږۍ او فرهنګ برخه کې پروګرامونه جوړ شي.

نوموړي ټينګار وکړ چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دې د لوګر رسنیو بشپړ ملاتړ وکړي او رسنیو او خبریالانو ته دې په خپل وخت معالومات ورکړي.

بل‌خوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وايي، لوګر د هېواد یو له لرغونو او تاریخي اثارو ډک ولایت دی او اړتیا ده چې یاد وزارت په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو موزیم جوړ کړي.

مدني زیاته کړه، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه ولایت کې د رسنیو او ځوانانو برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی ده او هڅه کوي چې ددغه ریاست فعالیتونه نور هم پراخه شي.

جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم وویل، د پخوا په پرتله دغلته فرهنګي او رسنیزې هڅې ګړندۍ شوې دي او هڅه روانه ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ملاتړ د لرغونو سیمو د بیارغاونې، رسنیو او د ځوانانو د لیک لوست برخه کې د پام وړ پروګرامونه پلې کړي.

مطالب

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
د لوګر لرغونو سیمو
بیارغونه
مو لومړیتوب دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ