لوګر کې په ۴۵۰زره ډالرو ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.
د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۵۰ بابه ښوونځي بیارغول کېږي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب زینت راډیو ته وویل، دغه ښوونځي به په راتلونکي یوه کال کې د شاوخو ۴۵۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بیاورغول شي.
نوموړي وویل: «د ترمیم په دغو چارو کې د ښوونځیو د ودانیو، دروازو، کړکیو، دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو رنګول او د اساسي ترمیم کارونه شامل دي، چې په بیا رغېدو سره به یې شاوخوا ۴۰زره زدهکوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.»
عرب وویل، پوهنې ریاست هڅه کوي چې د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې هغه ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړې چې زدهکوونکي یې په کرایه کورونو او یا هم په ازاده فضا کې په لیکلوست بوخت دي.
هېره دې نه وي چې لوګر کې د پوهنې ریاست اړوند ۲۸۷ دولتي ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې، ۹۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې له پراخو ستونزو سره-سره په کرایه کورونو او ازاده فضا کې په لیکلوست بوخت دي.