Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې ۱۳ شنې‌خونې جوړې او د ۲۲ نورو کار روان دی.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

کندهار کې ۱۳ شنې‌خونې جوړې او د ۲۲ نورو کار روان دی.



د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۳۵ شنوخونو له ډلې، ۱۳ شنې خونې جوړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه شنې‌‌خونې یاد ریاست د بدیل معیشت پراختیايي بودیجې له لارې، د یوه خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو چارو او طبیعي سرچینو آمریتونو تر څار لاندې جوړېږي.

یاده پروژه چې د ښکته میوند، لوړ میوند، زېړۍ، ډنډ، دامان او پنجوايي ولسوالیو لپاره طرحه شوې، ټولټال ۳۵ شنې‌خونې په‌کې شاملې دي.

د یادو شنوخونو پر جوړېدو ۶ میلیونه او ۴۴۰زره افغانیو لګښت کېږي چې تر دې دمه، په ډنډ او دامان ولسوالیو کې ۱۳ شنې‌خونې بشپړې شوي او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د طبیعي سرچینو امریت انجینیر نورمحمد همکار وايي، د پاتې شنوخونو د جوړولو چارې دوام لري او ډېر ژر به یې، چارې بشپړې او بزګرانو ته وسپارل شي.


د دغو شنوخونو جوړولو اصلي موخه د کوکنارو پر ځای بدیلې او اغېزمنې کرنیزې لارې پیاوړې کول، په یخ موسم کې د سبو حاصلاتو ترلاسه کول، میکانیزه کرنې ته وده ورکول او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.

د کرنې ریاست وایي چې د پروژو د پلي‌کېدو پرمهال پر وخت څارنه کوي او په وینا یې، د بزګرانو اړتیاوې به په سمه توګه برابرې شي.

مطالب

کندهار کې ۱۳ شنې‌خونې جوړې
او د ۲۲ نورو کار روان دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ