هرات کې ۳۷ ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي.
د هرات د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دغه ولایت ښار او ولسوالیو کې ۳۷ ښوونځي بیارغول شوي دي.
د هرات د پوهنې رییس رحمتالله جابر وویل، دغه ښوونځي د پوهنې وزارت له لوري بیارغول شوي چې ۲۲ میلیون او ۶سوه زره افغانۍ لګښت پرې راغلی.
هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې راتلونکي کال کې دغه ولایت کې ۳۸ نور ښوونځي هم ورغول شي.
د ده په وینا، د هرات اوسېدونکو یوشمېر سیمو کې د ښوونځیو جوړولو لپاره د ریاست ته ځمکې هم په واک کې ورکړي دي.