Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ کوټه کې د افغان کډوالو جبري اېستل کېدو پر ضد لاریون شوی.
۷ ثور ۱۴۰۴

پاکستان؛ کوټه کې د افغان کډوالو جبري اېستل کېدو پر ضد لاریون شوی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو په کویټه ښار کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري اېستلو په غبرګون کې لاریون کړی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دغه لړۍ ودروي. 

د راپور له مخې، لاریونوال د کویټې ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو او د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو تګلارې خلاف یې شعارونه ورکول.

 ګډونوالو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې له لسیزو راهیسې مېشتو افغانانو ته دې تابعیتونه ورکړل شي. 

د دوی په خبره لوېدیځ هېوادونه کډوالو ته د پنځو کالو اوسېدو وروسته تابعیت ورکوي؛ خو پاکستان د څلوېښتو کالو وروسته هم کډوال اېستلو ته اړ باسي. 

دغه لاریونونه داسې مهال کېږي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې او د جبري اېستنې دویم پړاو یې پیل کړی دی.

مطالب

پاکستان؛ کوټه کې
د افغان کډوالو جبري
اېستل کېدو پر ضد لاریون شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ