Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر تایید کړ,
۹ جوزا ۱۴۰۴

هند افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر تایید کړ,



د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغان اتباعو لپاره د ویزې ورکولو د بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ په شپږو کټګوریو کې د پلي‌کېدو وړ ده.

د دې وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، پرون  «پنجشنبه، مې۲۸مه -» په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د روان کال د اپریل له ۲۹مې نیټې څخه د افغانانو لپاره د هند د ویزې ترلاسه کولو لپاره یو نوی پورټال فعال شوی دی.

جیسوال زیاته کړه چې د نوې پالیسۍ له مخې، ویزې به په شپږو کټګوریو زده‌کړو، روغتیايي، د ناروغ ملګری، عادي او د ملګروملتونو ډیپلوماتیک برخې شاملې دي.

د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې د هند پخوانۍ ویزې لري، باید د هېواد د نوې پالیسۍ پر بنسټ خپلې ویزې نوي کړي. «هغه افغان اتباع چې په هند کې شتون لري او د پخوانۍ پالیسۍ له مخې صادرې شوې ویزې لري باید اوس خپلې ویزې نوې کړي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړې چې ټول افغانان کولای شي، د ویزو لپاره غوښتنلیکونه واستوي. جېسوال همداراز وویل چې د ویزو بهیر پیلېدو سره به د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو ترمنځ اړیکې لاپیاوړې کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته، هند د افغانانو لپاره د ویزې ټول خدمات بند کړل او په افغانستان کې یې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړلې. هندي رسنیو مخکې د ویزې ورکولو د پروسې د بیا پیل خبر ورکړی و؛ خو اوس د هند د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول دغه بهیر تایید کړ.

مطالب

هند افغانانو ته
د ویزو د ورکړې
بهیر تایید کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ