Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روزا اوتونبایوا امینت شورا کې د افغانستان په اړه وینا کوي.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

روزا اوتونبایوا امینت شورا کې د افغانستان په اړه وینا کوي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو څانګې د امنیت شورا د راتلونکې غونډې مهال ویش اعلان کړی دی. د دغه مهال ویش لمخې، په پام کې ده چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۰مه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مشره، روزا اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي. په پام کې ده چې د ډنمارک په مشرۍ په دغه غونډه کې افغانستان کې د یوناما د ماموریت په اړه چې د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۷مه پای ته رسیږي، د برخلیک په اړه خبرې وشي.

مطالب

روزا اوتونبایوا
امینت شورا کې
د افغانستان
په اړه وینا کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ