Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان ۱۹کلنو کرکټ لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کړه.
۳۰ حمل ۱۴۰۴

د افغانستان ۱۹کلنو کرکټ لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کړه.

افغان لوبډلې د غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او د نن ورځې وروستۍ لوبه چې د کوربه نیپال پر وړاندې ترسره کېده، د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پایته ورسېده.

په دریو بریاوو سره افغان لوبډلې د جدول لومړی مقام خپل کړی و او د نورو لوبډلو په پرتله د غوره نمرو او نېټ‌رنرېټ په لرلو سره یې د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او نیپال ۱۹کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د افغانستان پرمهال د سهار په ۸:۱۵ د سیالې لوبډلې په کوربه توب ترسره شي چې د باران له کبله لغوه شوه.

د افغان لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی خالد احمدزی د کرکټ نړیوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي په درې پاڼیو کې د یوې سلیزې پرمټ د ۱۰۱ منډو په اوسط سره ۲۰۲ جوړې کړې او دغه ستره جایزه یې په خپل نوم کړه.

د یادونې ده چې د ۱۹کلنو کرکټ لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام لوبې په جنوري او فبروري میاشتو کې زمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې ترسره کیږي.

مطالب

د افغانستان ۱۹کلنو کرکټ لوبډلې
نړیوال جام ته لار پیدا کړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ