Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اروپایي ټولنې؛ جوزجان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو مېرمنو د درملنې مرکز جوړ کړی.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

اروپایي ټولنې؛ جوزجان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو مېرمنو د درملنې مرکز جوړ کړی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد له روغتیايي سیسټم څخه د ملاتړ په دوام یې په جوزجان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو مېرمنو او نجونو د درملنې له یوه مرکزه مالي ملاتړ کړی دی. 

د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې دا مرکز ۲۰ بسترونه لري او د روږدو مېرمنو د درملنې او د هغوی انساني کرامت بېرته راګرځولو په موخه جوړ شوی چې مراجعینو ته د درملنې او بیا ځواکمنتیا خدمات وړاندې کوي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا ګام د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرایمو سره د مبارزې دفتر (UNODC_COAFG) په ملاتړ پورته شوی او دا په افغانستان کې له اعتیاد سره د مبارزې او عمومي سلامتیا لپاره د اروپايي ټولنې د پراخو هڅو یوه برخه ده.

 اروپايي ټولنې ویلي چې د دغه پروګرام ترڅنګ یې د بلخ په مرکز مزارشریف کې هم د بیاځواکمنتیا له یوه مرکزه مالي ملاتړ کړی دی.

مطالب

اروپایي ټولنې؛ جوزجان کې
پر نشه‌يي توکو د روږدو مېرمنو
د درملنې مرکز جوړ کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ