Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران او امریکا راتلونکې شنبه عمان کې غیرمستقیم مذاکرات پیلوي.
۱۹ حمل ۱۴۰۴

ایران او امریکا راتلونکې شنبه عمان کې غیرمستقیم مذاکرات پیلوي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي نن سه‌شنبه، اپرېل اتمه د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ایران او امریکا به راتلونکې شنبه، په عمان کې غیرمستقیم مذاکرات پیل کړي.

عراقچي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ایران او امریکا به شنبه، په عمان کې د لوړې کچې غیرمستقیم مذاکرات پیل کړي. دا لیدنه چې څومره یو فرصت دی، یوه ازموینه هم ده. توپ‌ اوس د امریکا پر ځمکه دی.»

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو سره د لیدنې پرمهال ویلي چې د امریکا او ایران خبرې پیل شوي او ټاکل شوې تهران او واشنګټن د لوړې کچې ناسته وکړي.

ټرمپ وویل: «موږ شنبه په مستقیمه توګه له ایران سره د لوړې کچې ناسته لرو. موږ له ایران سره مستقیمه اړیکه کې یوو. ښايي هوکړې ته ورسېږو چې د ایران لپاره به ښه هوکړه وي. خو اوس لپاره ټاکل شوې چې شنبه له دوی سره ووینو او ګورو چې څه کېږي؟»

په ورته مهال نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې د ټرمپ له څرګندونو د ایران اخیستنه توپیر لري او په وینا یې، ټاکل شوې چې د دواړو لوریو استازي راتلونکې شنبه په عمان کې وویني.

نیویارک ټایمز د درېوو ایراني چارواکو له قوله په دې راپور کې لیکلي چې ټاکل شوې، ایراني او امریکايي چارواکي په عمان کې جلا جلا خونو کې کېني او عماني چارواکي د دواړو لوریو ترمنځ پیغامونه ولېږدوي.

د راپور پر بنسټ، که غیرمستقیم مزاکرات په سمه توګه مخته لاړ شي، ایران چمتو دی چې خپل دریځ بدل کړي او امریکا سره مستقیم مزاکرات پیل کړي.

مطالب

ایران او امریکا راتلونکې
شنبه عمان کې
غیرمستقیم مذاکرات پیلوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ