Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا تګزاس کې د سېلابونو تلفاتو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی.
۱۵ سرطان ۱۴۰۴

د امریکا تګزاس کې د سېلابونو تلفاتو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی.



د امریکا تګزاس ایالت کې د سېلابونو پرمهال د اوښتو تلفاتو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی چې ۱۵ ماشومان هم په کې شامل دي.

د راپورونو پر اساس، اوس هم یوشمېر کسان ورک دي او د نورو سېلابونو راتلو خبرداری ورکړل شوی.

دغه سېلابونه د جمعې په ورځ د تګزاس ایالت «ګوادالوپ» سیمه کې یو ناڅاپه راوتلي چې ګڼ شمېر موټر او کورونه یې وړي دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د نادرکه کسانو د پلټې عملیات دوام لري او تراوسه د هغوی کره شمېر نه‌دی مشخص شوی.

همدارنګه ویل شوي چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي، ځکه سېلابونو ګڼې سیمې ځپلي دي.

مطالب

د امریکا تګزاس کې
د سېلابونو تلفاتو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ