Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

زابل کې په څه باندې ۶ میلیون افغانیو د اوبو بند جوړ شو.
۲ جوزا ۱۴۰۴

زابل کې په څه باندې ۶ میلیون افغانیو د اوبو بند جوړ شو.



د زابل په سیوري ولسوالي کې د کلیو د پراختیا ریاست او خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ګډه هڅه، د «کمول» کلي خلکو ته د اوبو مهم بند جوړ کړی.

دا بند به چې ۶.۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی، نه یوازې د کرنیزو اوبو اړتیا پوره کړي، بلکې د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته هم پراختیا ورکولی شي .

د زابل د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي حکمت الله رهبر د یاد بند د پرانیستې پر مهال وویل:

«دا بند چې ۶۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري، کولی شي ۲۲ زره متر مکعب اوبه زېرمه کړي. موږ هڅه کوو چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ ورته پروژې پراخې کړو.»

نوموړي زیاته کړه چې دا بند به د «کمول» کلي لسګونه کورنیو ته د کرنې او څښاک اوبو اسانتیاوې برابرې کړي.

د کمول کلي یو اوسېدونکی حاجي احمدشاه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې کرنه کوي وايي:

«پخوا همیشه د اوبو له کمښت سره مخ و، خو اوس دا بند زموږ د ژوند یو مهم بدلون دی. موږ له دولت او WFP نه مننه کوو.»

همداراز د یاد کلي بل اوسیدونکی شادګل وایي:

«دا بند یوازې د اوبو زېرمه نه ده، بلکې د هیلو یوه نښه ده. اوس به موږ خپلو باغونو ته دوام ورکړو او د وچکالۍ له وېرې به تر یو بریده خلاص شو.»

دغه بند به د «کمول» کلي سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او له کلونو وروسته به بزګران د حاصل لپاره هیلې ولري.

مطالب

زابل کې په څه باندې ۶ میلیون
افغانیو د اوبو بند جوړ شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ