Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
۵ حمل ۱۴۰۴

کونړ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د ۱۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کونړ د پوهنې رییس محیب الله حیدري ویلي، چې دا ودانۍ د جاپان د خلکو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا یاد ښوونځي کې ۲۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. د سیمې خلک او د ښوونځي مسوولین د دې ودانۍ له جوړېدو خوښ دي او تمه لري، چې دا ډول نورې تعلیمي پروژې هم پلي شي.

مطالب

کونړ کې یوه ښوونځي
ودانۍ جوړه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ