Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عبدالکبیر: نړۍ دې زموږ خپلواکۍ کې کار نه‌لري.
۶ دلو ۱۴۰۳

عبدالکبیر: نړۍ دې زموږ خپلواکۍ کې کار نه‌لري.



د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير وايي، اوسنی نظام ورته ګران دی او نه‌غواړي نړۍ سره یې، ښکېل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې خوست کې د یوې دیني مدرسې په فراغت‌غونډه کې کړې دي.

عبدالکبیر ټينګار کړی چې سرپرست حکومت له نړۍ سره په «کشمکش کې ښکېلتیا» نه‌غواړي او په وینا یې، ټولو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.

هغه په نړيوالو او ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ چې له ټولو سره مثبت تعامل او ښې اړيکې غواړي، خو زیاته یې کړه چې هېوادونه دې هم د افغانستان چارو کې لاس‌ نه‌وهي او عرضي تماميت ته دې درناوی ولري.

هغه دغه‌راز وويل اسلامي امارت هېواد بشپړه واکمني لري او ډاډمنه امنيتي فضا يې حاکمه کړې.

عبدالکبیر وویل، چا ته به اجازه ورنکړي چې د اسلامي نظام پر وړاندې منفي تبليغات او حرکات وکړي، که څوک په کومو پرېکړو او چارو نيوکه لري، اړوند ادارې ته دې مراجعه وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، که نړۍ د بيارغونې، پانګونې، کانونو استخراج او نورو برخو کې کار کول غواړي، رادې شي، خو په وینا یې، زموږ پر خپلواکۍ دې کار نه‌لري.

مطالب

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت
مولوي عبدالکبير

دا خبر نورو سره شریک کړئ