Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د اوبو رسولو ۲ شبکې جوړې شوې.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د اوبو رسولو ۲ شبکې جوړې شوې.

د لغمان ولایت د کډوالو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۲ شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

 د یاد ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي غلام الرحمن بلال رسنیو ته ویلي، چې د الینګارولسوالۍ په لوګاړ او سالاب علیا سیمو کې د (اې ایچ ایف) په مالي ملاتړ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د یادونې وړده، چې د دغه شبکو له ډلې یوه یې نوې جوړه او یوه بله یې بیا پخوانی رغول شوې، چې پر مټ یې ۵۲۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

مطالب

لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې
د اوبو رسولو ۲ شبکې جوړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ