Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

رییس‌الوزرا د پاکستان لومړي وزیر مرستیال سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي.
۳۰ حمل ۱۴۰۴

رییس‌الوزرا د پاکستان لومړي وزیر مرستیال سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي.



د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن (شنبه‌، وري ۳۰) کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره لیدلي.

دغه کتنه کې دواړو لورو په امنیتي، سوداګریزو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په ګډون پر ګڼو دوه اړخیزو مسایلو بحث او خبرې کړي دي.

همداراز دواړو خواو پر دومداره تعامل ټینګار کړی او د افغانستان او پاکستان چارواکو ترمنځ په لوړه کچه د خبرو پر دوام هوکړه شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره هم لیدلي وو.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، دغه لیدنه کې امیرخان متقي د سولې او پرمختګ لپاره پر ژمنتیا ټینګار کړی او زیاته کړې، د دوه اړخیزو مسلو د حل لپاره دې په مثبته فضا کې خبرې دوام ومومي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن شنبه د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.

مطالب

رییس‌الوزرا د پاکستان لومړي وزیر مرستیال
پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ