Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل غزه کې د حماس پر ضد له وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.
۱۶ جوزا ۱۴۰۴

اسراییل غزه کې د حماس پر ضد له وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي چې دوی په غزه کې د حماس ماتولو لپاره د یادې ډلې ضد وسله‌والو ملاتړ کوي.

نتن‌یاهو دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې غزه کې د تازه بریدونو له کبله ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نتن‌یاهو زیاته کړې چې د امنیتي چارواکو په لارښوونه یې، د غزې په کلابندو سیمو کې د حماس ضد سیمه‌ییزې قبیلوي ځواکمنې ډلې فعالې کړې دي.

دا لومړی ځل دی چې اسراییل په غزه کې له حماس سره د مبارزې لپاره د محلي ځواکمونو ډلو د ملاتړ خبره کوي. دغه ډلې په غزه کې پر جنایتونو او د بشردوستانه مرستو پر لوټلو او غلا تورنې دي.

د یادو وسله‌والو له ډلې څخه یو یې هم په رفح ښار کې قبیلوي ځواکمن مشر یاسر ابوشباب دی چې ډله یې، د «مشهور پوځ» په نوم یادېږي.

د اسراییلو هاریتز ورځ‌پاڼې تېره میاشت د یادې ډلې په اړه یوه راپور کې ویلي وو چې دغه ډله شاوخوا ۱۰۰ وسله‌وال لري او د اسراییلو د پوځ تر تایید لاندې فعالیت کوي.

مطالب

اسراییل غزه کې د حماس
پر ضد له وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ