Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې په ۶۰۰زره ډالرو ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمریزه برښنا برابره شوه.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې په ۶۰۰زره ډالرو ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمریزه برښنا برابره شوه.

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او ولسوالیو کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمریزه برښنا ونښلول شوه.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر رسول‌ګل نظري میدان‌ښار کې خبریالانو ته وویل، یادو روغتیايي مرکزونو ته په مرکز میدان‌ښار او ولسوالیو کې ۲۴ ساعته سولري برېښنا وصل شوه.

نوموړي زیاته کړه، هر روغتیايي مرکز ته لس کېلو واټه برښنا د ۱۸زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د تېر یوه کال په ترڅ کې د نږدې ۶سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه.

نظري زیاته کړه له دې وړاندې په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه د برېښنا نشتون له امله له ستونزو سره لاس او ګیروان وو چې ددې پروژې له پرانېستې سره د یادو ۳۳ روغتیايي مرکزونو ۲۴ ساعته د برېښنا ستونزه هواره شوه.

د میدان‌وردګ په ۹ ولسوالیو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ۸۰ روغتیایي مرکزونو پرانېستې دي او هره ورځ زرګونه ناروغانو ته صحي خدمات وړاندې کوي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
په ۶۰۰زره ډالرو
۳۳ روغتیایي
لمریزه برښنا

دا خبر نورو سره شریک کړئ