Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ترکیه کې د ککړو شرابو څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

ترکیه کې د ککړو شرابو څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي.

د ترکیې په پلازمېنې انقره کې چارواکو ویلي، چې پرون د ککړو شرابو د څښلو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د انقرې والي واصف شاهین ویلي، پولیسو ۱۰۲ ټنه ناپاکه الکول ضبط کړي او ۱۳ کسان یې د دې الکولو د پلورلو په شک نیولي دي.که څه هم والي د دې پېښو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو د هغه د دفتر په اېکس پاڼه لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د جعلي الکولو له کبله د خلکو د مړینې کچه زیاته شوې ده. تېره میاشت، په استانبول کې د ککړو الکولو څښلو وروسته د څلورو ورځو په ترڅ کې ۳۸ تنه مړه شوي وو.

مطالب

ترکیه کې
د ککړو شرابو
څښلو له امله
۳۳ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ