Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هبت‌الله اخندزاده: ځینې هڅه کوي افغانستان یوځل بیا د اور په کنده بدل کړي.
۱۰ حمل ۱۴۰۴

هبت‌الله اخندزاده: ځینې هڅه کوي افغانستان یوځل بیا د اور په کنده بدل کړي.



د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده کندهار کې د اختر له لمانځه وروسته وینا کې ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي، اختر د مسلمانانو د خوشحالي او عبادت ورځ ده.

هغه یوه غږیز فایل کې چې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد خپور کړی وايي، افغانان په ځانګړې توګه د اسلامي امارت غړي دې له شخصي له شخصي اختلافونو تېر شي او د دښمن پر وړاندې اماده ووسي.

هغه ووی: «کلک ودرېږئ، جهاد مو د څه لپاره کړی، جهاد مو د الله د دین لپاره کړی. کفارو مونږ ځکه وژلو چې د هغوی دیموکراسي مو نه منله. شل کاله مو په وینو جهاد کړی او شل کاله به دغه اسلامي نظام په وینو ساتئ. نور د ډیموکراسۍ لمن ټوله شوه او اوس اسلام راغلی. دا په مقدسو وینو راغلی.»

هغه غوښتنه کړې چې د اسلام په نوم سره متحد شي او یو قوت جوړ کړ.

د اسلامي امارت مشر په وینا، ځینې لوري هڅه کوي چې عام خلک او حکومت او په ځانګړې توګه امارت سره جلا کړي او افغانستان یو ځل بیا د اور په کنده بدل کړي.

ده وویل: «دغه د ډیموکراسۍ والا کوښښ کوي چې دلته هېواد کې بیا ځلې اور ته لمن ووهي. دو زهري تبلیغات کوي. د اسلامي امارت په مشرانو تورونه لګوي. دوی غواړي چې حکومت او ملت سره جلا کړي، خو تاسو نه یاست جلا، مونږ او تاسو سره یو یاستو.»

هغه همدارنګه د اسلامي امارت له غړو وغوښتل چې د خپل مشر اطلاعت وکړي او د صادر شوي حکم تر شاه ودرېږي.

شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده هېواد کې د شریعت پر اساس د قوانینو جوړولو ډاډ هم ورکړ او ټینګار یې وکړ چې له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن له غرمې مخکې وویل، د کندهار په عیدګان جماعت کې د اسلامي امارت د مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده په امامت د کوچني اختر لمونځ اداه شو.

ښاغلي مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د مشر په امامت د اختر لمونځ کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو.

مطالب

هبت‌الله اخندزاده
ځینې هڅه کوي
افغانستان یوځل بیا
د اور په کنده بدل کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ