Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

دروز ټولنې مشر: پر سوریې برید، پر دروز ټولنې برید دی.
۲۶ سرطان ۱۴۰۴

دروز ټولنې مشر: پر سوریې برید، پر دروز ټولنې برید دی.

د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د اسراییلو له لوري د سوریې پر پلازمېنې دمشق بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د دغه «هېواد پر حکومت برید، پر دروز ټولنې برید دی.»

اسراییلو بیا اعلان کړی چې دغه بریدونه یې، سوریه کې د دروز وګړو څخه د ساتنې او د خپلو پولو نږدې ته د سوریې حکومتي ځواکونو د مخکې تګ د مخنیوي لپاره کړې دي.

د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د الجزیرې عربي څانګې ته ویلي: «د سوریې پر حکومت هر ډول برید، پر دروز ټولنې برید دی.»

بل‌خوا د یادونو بریدونو په لړ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون چهارشنبه، جولای ۱۶مه ویلي چې د اسراییلو په ګډون ټولو اړخونو پر اوربند هوکړه کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې هوکړه کې د سوریې لوېدیځ سویدا ښار چې اکثریت دروز ټولنې وګړي په‌کې مېشت، له پراخ ملاتړ برخمن دي.

د راپورونو له مخې پر سوریې د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو کې شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

مطالب

دروز ټولنې مشر
پر سوریې برید، پر دروز ټولنې برید دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ