د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سرمشریزه کې له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې له سرپرست حکومت سره رسمي تعامل وکړي.
هغه ټينګار کړی، چې د سيمهييزو همکاريو په اډانه کې د افغانستان منل نه يوازې د هېواد په ګټه دي، بلکې د سيمې د ثبات او پرمختګ لپاره هم ګټور دي.
برادر د روسیې فدراسیون له خوا د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره، دغه ګام د افغانستان د نړۍوال مشروعيت پر لور یو مهم پرمختګ بللی.