Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نرېندرا مودي: د پاکستان هر ګام مو تر نظر لاندې دی.
۲۳ ثور ۱۴۰۴

نرېندرا مودي: د پاکستان هر ګام مو تر نظر لاندې دی.



د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان له برید وروسته د لومړي ځل لپاره ملت ته وینا کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد یوازې د پاکستان پر وړاندې پوځي اقدامات درولي دي.

هغه ټينګار کړی چې د پاکستان هر ګام څاري او تر نظر لاندې یې لري.

مودي همداراز ویلي چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځای پر هند برید غوره کړ او په وینا یې، «هېواد به یې، اټومي ګواښ ونه‌زغمي.»

نوموړي وویل: «موږ به د پاکستان هر ګام تر نظر لاندې ولرو. دا دوره د جګړې دوره نه‌ده او نه هم د ترهګرۍ دوره ده.»

د پاکستان سره د سیند د اوبو تړون ته په اشارې سره، مودي وویل: «ترهګري او سوداګري یوځای نشي تللی، اوبه او وینه یوځای نشي بهېدلی.»

د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو دا تړون چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی، د دواړو سیالانو ترمنځ له ډېرو ناورینونو جلا پاتې شوی، خو د هند وروستۍ پرېکړه چې د اوبو بهېدل دروي، ډیپلوماتیک بدلون په ستره کتل کېږي.

پاکستان دغه اوبه د ملکي موخو او کرنې لپاره کاروي او تر ډېره پر دې اوبو تکیه دی.ش

مطالب

نرېندرا مودي
د پاکستان هر ګام مو تر نظر لاندې دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ