Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملا عبدالغني برادر : د اوبو کمښت د نړۍ په اقتصادي او سیاسي اړیکو منفي اغیز کړی.
۶ حوت ۱۴۰۳

ملا عبدالغني برادر : د اوبو کمښت د نړۍ په اقتصادي او سیاسي اړیکو منفي اغیز کړی.

د اسلامي امارت حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، کابل کې د اوبو نړۍوال کنفرانس ته ویلي، دا مهال اوبه د کمېدو په حال کې دي، چې دې چارې د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړېکو هم منفې اغېزه کړې. نوموړی زیاتوي، د اسلامي امارت حکومت د افغانستان د اوبو مدیریت لپاره کار پیل کړی دی. کابل کې د اوبو دغه درې ورځني کنفرانس کې د کورنیو استادانو سربېره د روسیې، ایران، امریکا، انګلستان، چک سلواکیا، سریلانکا، پاکستان، هند، نیپال، فلپین او ترکیې هېوادنو ۱۳۵استادانو او متخصصینو ګډون کړی. د کنفرانس ګډونوال به د افغانستان کې د وچکالۍ، سېلابونو او اقلیمي بدلون ستونزو په اړه خپلې مقالې وړاندې کړي.

مطالب

ملا عبدالغني برادر
د اوبو کمښت د نړۍ په اقتصادي
او سیاسي اړیکو منفي اغیز کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ