Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د کانال پر ځمکه د دوو پروژو چارې پيل شوې.
۵ حمل ۱۴۰۴

ننګرهار کې د کانال پر ځمکه د دوو پروژو چارې پيل شوې.

د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایي، یو خصوصي شرکت د کانال په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ او سپورټي فعالیتونو لپاره نوې پراختیايي پروژې پیل کړې دي. یادې پروژې د کانال هډې فارم ۲۷ او ۲۸ بلاکونو کې عملي کیږي، چې له مخې به یې ۷۵ جریبه ځمکه زراعتي برخه کې د مالټو، انګورو، ناکو، اینځرو او نورو مېوه‌ لرونکو بوټو باغونو لپاره ځانګړې شي. دغه راز ۳۵ جریبه نوره ځمکه به د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت به سپورټي میدانونو او پارکونو جوړلو لپاره چمتو شي.

مطالب

ننګرهار کې د کانال
پر ځمکه د دوو
پروژو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ