Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غزني اوسېدونکي په یو میلیون افغانۍ شخصي لګښت مدرسه جوړوي.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

د غزني اوسېدونکي په یو میلیون افغانۍ شخصي لګښت مدرسه جوړوي.



د غزني په مُقر ولسوالي کې د دغې ولسوالي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت په یو میلیون افغانیو د یوې مدرسې د جوړېدو چارې پیل کړې.

د یادې مدرسې د جوړېدو چارې د خلکو په مالي لګښت پیل شوي چې تر راتلوتکو شپږو میاشتو به بشپړې شي.

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق رسنیو ته وویل چې دغه مدرسه به د مقُر ولسوالي په «بابوکلا» سیمه کې جوړه شي.

د معلوماتو له مخې، دغه مدرسه به پر یو جریبه ځمکه جوړه شي چې یو صالون او څلور خونې به ولري او څه باندې ۳۰۰ زده‌کوونکي به په‌کې دیني زده‌کړې ترلاسه کړي.

د غزني د مقُر ولسوالي د «بابوکلا» سیمې اوسېدونکي د یادې مدرسې د جوړولو چارو پیلېدو څخه خوښي ښيي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د غزني اوسېدونکو په مرکز او ولسوالیو کې په خپل شخي لګښت ښوونځي او دیني مدرسې جوړې کړې وې.

مطالب

د غزني اوسېدونکي
شخصي لګښت مدرسه جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ