بامیان کې په یوه شخړه کې دوه کسان وژل شوي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د شخصي خصومت له امله رامنځته شوې یوه شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني خبری رسنیو ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز د لومړۍ ناحیې اړوند د «سراسیاب» کلي دوه اوسېدونکي د یوې نښتې په پایله کې د چرهييز ټوپک په ډزو وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې یاده پېښه تېره شپه شوې ده.
هغه د یادې پېښې انګېزه شخصي دښمني یاده کړه او د جزئیاتو له ورکولو پرته یې وویل چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.