Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو اېن‌ هبیتات: ۲۱ میلیونه افغانان اوبو او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
۴ حمل ۱۴۰۴

یو اېن‌ هبیتات: ۲۱ میلیونه افغانان اوبو او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یو اېن‌ هبیتات) ویلي، چې افغانستان کې څه د پاسه ۲۱ میلیونه کسان اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د یوې سروې لمخې، افغانستان کې یوازې ۲۴ سلنې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د یو اېن‌ هبیتات په خبره، تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټیږي او د کابل، کندهار، هرات په ګډون لوی ښارونه د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي. دغه بنسټ زیاته کړې، که دغه برخه کې لازم ګامونه پورته نشي، ښایي تر ۲۰۳۰ کاله د کابل تر ځمکې لاندې اوبه د ناورین کچې ته ورسېږي.

مطالب

یو اېن‌ هبیتات
۲۱ میلیونه افغانان
اوبو او روغتیايي
مرستو ته اړتیا لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ