Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشري اوزبیکستان ته ورسېد.
۴ حوت ۱۴۰۳

عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشري اوزبیکستان ته ورسېد.



د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن شنبه، کب څلورمه، د یوه پلاوي په مشري د اوزبیکستان پر لور روان شوی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې برادر سره په دې دوه ورځني سفر کې د کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند، د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د سرپرستانو ترڅنګ یوشمېر نور لوړپوړي چارواکي هم مل دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر اېکس‌پاڼه لیکلي: « په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رئیس الحاج نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.»

د سفر موخه د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، سوداګریز او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ترڅنګ پر یو لړ نورو موضوعاتو او د اوزبیکستاني پانګوالو د راجلبولو په اړه هم بحث او خبرې ښودل شوی دی.

مطالب

عبدالغني برادر
اوزبیکستان

دا خبر نورو سره شریک کړئ