Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې د ۳۴۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې
۲۶ جدی ۱۴۰۳

لغمان کې د ۳۴۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ کیلومتره سړک د جوړولو او د ۲۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې. د کلیو او پراختیا رییس ویلي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو به شاوخوا شل زره کورنیو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي. د مسوولینو په خبره، دغه پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې ۱۸۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مطالب

لغمان
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ