Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ کې یوه سوداګر په دوو میلیونو ډالرو «د اوبو پارک» جوړ کړی.
۹ جوزا ۱۴۰۴

بلخ کې یوه سوداګر په دوو میلیونو ډالرو «د اوبو پارک» جوړ کړی.



د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه سوداګر د دوو میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو پارک جوړ کړی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پارک پر یو جریب ځمکه جوړ شوی او تېره ورځ ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد پارک مسوول محمدرضا جمالي وايي چې دغه پارک د مزارشریف اوسېدونکو د تفرېح او ورزش لپاره جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، مزارشریف کې جوړ شوی د اوبو دغه پارک لومړنۍ نړیوال پارک دی چې پر معیاري او مجهزو وسایلو سمبال دی.

هغه زیاته کړه چې دې پارک کې وچ او بخار جکوزي، سړې اوبه، د مالکې ځای، درملیزې اوبه او نورې برخې هم لري.

د اوبو دغه پارک په څلورو پوړونو کې جوړ شوی دی.

د یاد پارک مسوولان همداراز ډاډ ورکوي چې د لامبو وهلو پرمهال د خوندیتابه او روغتیا اړوند ټول وسایل شتون لري او په دې تړاو ټولې سپارښتنې به رعایت کېږي.

مطالب

بلخ کې یوه سوداګر
په دوو میلیونو ډالرو
«د اوبو پارک» جوړ کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ