Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق او جعلي پيسو په تور نیول شوي.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق او جعلي پيسو په تور نیول شوي.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې امنیتي او کشفي ځواکونو د کابل-ګردېز پر لویه لاره د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «خضر» بازار سیمه کې دوه کسان د نشه‌یي توکو قاچاق او جعلي بانک‌نوټونو په تړاو نیول شوې دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته وویل، دغه کسان هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې د تېلو په یوه ټانک کې جعلي ډالر تبادله کړي.

د نوموړي په وینا، له یادو کسانو څخه جعلي امریکایي ډالر او یوه اندازه تابلیت‌کا ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

انیس که څه هم د جعلي پيسو او نشه‌یي توکو اندازه روښانه نه کړه، خو زیاته یې کړه چې نیول شوې کسان د خوست اوسېدونکې دي او اوس مهال په لوګر کې تر پلټنو لاندې دي.

مطالب

لوګر کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق
او جعلي پيسو په تور نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ