Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل کې د بې روزګارۍ له منځه وړلو لپاره هڅې پيل شوي.
۸ حوت ۱۴۰۳

کابل کې د بې روزګارۍ له منځه وړلو لپاره هڅې پيل شوي.

د کابل والي امین الله عبید د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال سره په کتنه کې کابل کې د بې روزګارۍ له منځه وړلو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړي دي. د کابل ولایت د دفتر د اعلامیې پر بنسټ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال احمد زاهد احمدزي په دغه کتنه کې کابل کې د بې روزګارۍ له منځه وړلو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدو ډاډ ورکړی دی.

مطالب

کابل کې د بې روزګارۍ
له منځه وړلو لپاره هڅې پيل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ