Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسلامي امارت د هند کشمیر کې پر سیلانیانو برید غندلی.
۳ ثور ۱۴۰۴

اسلامي امارت د هند کشمیر کې پر سیلانیانو برید غندلی.



د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، ثور ۳) یوه اعلامیه کې ویلي چې اسلامي امارت د هند جمو او کشمېر په «پهلګام» سیمه کې پر سیلانیانو برید د غندنې وړ بولي او په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښوي.

د هند جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وسله‌والو برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د هند کشمیر کې وسله‌وال برید په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه برید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري غندل شوی دی.

که څه هم هند د برید په تړاو په رسمي ډول کومه وسله واله ډله یا هېواد نه دی تورن کړی، خو لومړي وزیر نریندرا مودي ډاډ ورکړی، چې عدالت په پلی کړي.

مطالب

اسلامي امارت د هند کشمیر کې
پر سیلانیانو برید غندلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ