د راپورونو له مخې د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ ځایي چارواکو ویلي، چې هره ورځ په اوسط ډول ۸ زره ناقانونه افغانان د دوغارون له لارې بیرته خپل هېواد ته استول کېږي.
د تایباد ولسوال حسین جمشیدي رسنیو ته ویلي، چې یاد شمېر ناقانونه افغانانو یا په خپله خوښه ځانونه معرفي کړي او یا هم په ټول هېواد کې نیول شوي، چې بېرته خپل هېواد ته یې استول کېږي.
د نوموړي په خبره نوي سلنه ستنېدونکي کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي. جمشیدي زیاته کړې، چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له دې لارې څه باندې ۹۵ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.