Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د اختر په ورځ ۶۴ فلسطینیان وژل شوي.
۱۱ حمل ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د اختر په ورځ ۶۴ فلسطینیان وژل شوي.



الجزیزې خبري شبکې د فلسطیني چارواکو په خبره راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ غزه کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۴ کسان وژلي دي.

اسراییلي پوځ تېره ورځ د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر فلسطینیان په کې ټپیان شوي هم دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، پر غزې د اسراییلو بریدونو کې ۵۰،۲۷۷ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۴زره او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ بریدونو کې د اسراییل شاوخوا ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات کسان بندیان شول.

دې سره، د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې (PRCS) د ۸ ډاکټرانو، پنځو ملکي دفاع کارمندانو او د ملګرو ملتونو د یو کاروونکي جسد یوه اونۍ وروسته له هغه ترلاسه کړي چې د دوی موټر د غزې په سویل کې رفح ښار سره نږدې د اسراییلو تر ډزو لاندې راغلل.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون دغه وژنه غندلې او ویلي، دا “ویجاړونکې پیښه” له ۲۰۱۷ کال راهیسې په نړۍ کې د دوی پر کارکوونکو تر ټولو وژونکی برید دی.

مطالب

پر غزې د اسراییل بریدونه
د اختر په ورځ
۶۴ فلسطینیان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ