Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې ۶۵ روغتیایي مرکزونو ته طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

فراه کې ۶۵ روغتیایي مرکزونو ته طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي.


د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د دغه ولایت ټولو ۶۵ روغتیایي مرکزونو ته د څه باندې ۵ میلیونه ۹۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي دي. 

د مسوولینو په خبره یاد وسایل د یونیسف په مالي ملاتړ برابر شوي او د ولایت مرکز سربېره ټولو ولسوالیو ته لېږل شوي دي. 

مسوولین زیاتوي، چې په یاده موده کې یو میلیون ۶۲۲ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي او د مووف خیریه موسسې له لوري د ۲ میلیونه ۲۹۲ زره افغانیو په ارزښت د لسو روغتیایي مرکزونو لپاره احاطوي دېوالونه جوړ شوي دي.

 د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دغه راز ویلي، چې د د خوړنځي او زده‌ کوونکو د اسنادو له لارې ۸۷۶ زره افغانۍ عواید هم راټول کړل شوي دي.

مطالب

فراه کې ۶۵ روغتیایي مرکزونو ته
طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ