Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې دویم صنعتي پارک جوړېږي.
۲۵ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې دویم صنعتي پارک جوړېږي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د محمداغې ولسوالي لوېدیځ لور ته پر زر جریبه ځمکه دویم صنعتي پارک جوړېږي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس مولوي شبیراحمد صدیقي رسنیو ته تثبت او ځانګړې کړې.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یاد صنعتي پارک د جوړیدو ټول پلان وروستی شوی او ډېر ژر به یې د عملي جوړیدو چارې پيل شي.

صدیقي وايي، په یاد صنعتي پارک کې به لسګونه صنعتي فابریکې جوړې شي او افغان پانګوالو ته به د هېواد په کچه د پانګونې ښه فرصتونه برابر شي.

د هغه په وینا، په محمداغې ولسوالي کې د لومړي صنعتي پارک د جوړیدو چارې چې په مخکیني حکومت کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه کې پيل شوې وې، لومړی فاز چارې یې بشپړې شوې دي او په راتلوونکي نوي کال کې به پانګوالو ته د ځمکې وېش عملي چارې پيل شي.

هیره دې نه وي چې د لوګر په محمداغې ولسوالي کې له نن څخه کابو دولس کاله وړاندې د مخیکني حکومت پر مهال د لومړي صنعتي پارک د جوړېدو چارې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د ۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې وې، خو تراوسه د یاد صنعتي پارک کارونه ندي بشپړ شوي.

مطالب

صنعتي پارک
لوګر
د صنعت او سوداګرۍ ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ