Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر کال په لسو ولایتونو کې ۵۸ کوچني بندونه جوړ شوي دي.
۴ حمل ۱۴۰۴

تېر کال په لسو ولایتونو کې ۵۸ کوچني بندونه جوړ شوي دي.

د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۵۸ واړه ذخیروي بندونه جوړ کړي. د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې په دغو بندونو ټولټال ۱۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د سرپرست حکومت له بودجې تمویل شوي دي. د کرنې وزارت له لوري دغه بندونه په جوزجان، بدخشان، کندهار، فاریاب، بامیان، لغمان، ننګرهار، روزګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې جوړ شوي دي.

مطالب

تېر کال
په لسو ولایتونو
کې ۵۸ کوچني
بندونه جوړ شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ