Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې.
۱ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې.

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت بره‌کي‌برک ولسوالي په «یحی‌قلعه» سیمه کې تېره شپه امنیتي ځواکونو د وسله‌والو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس  زینت راډیو ته وویل، د غلو دغه ډله چې مشري یې، جمشید کوي، له اوږدې مودې راهیسې د لوګر په بېلابېلو برخو کې د کورونو، هټیو، موټرو او دې ته ورته نورو غلاو کې ښکېل وو، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د امنیتي ځواکونو له لوري د غلا پرمهال نیول شوي دي.

ده وویل، یادو غلو په بره‌کي‌برک ولسوالي کې له یوه کس څخه شاوخوا ۱۲‌لکه افغانۍ غلا کړې وې او له یادو غلو څخه امنیتي ځواکونو ۹ لکه او ۵۰ زره افغانۍ، درې مېله توپانچې او د غلا یوشمېر نور وسایل ترلاسه کړي دي.

انس زیاته کړه، نیول شوي کسان به تر بشپړې پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

بل‌خوا نیول شویو کسانو هم د رسنیو په وړاندې په خپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې له اوږدې مودې راهیسې په دغه ولایت کې وخت ناوخت ورته غلاوې کوي.

مطالب

لوګر کې
د غلو یوه شپږ کسیزه
ډله نیول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ