Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې.
۱۶ ثور ۱۴۰۴

غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې.

د غزني ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ممیزو د ۳۰ خونو د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس محمد اسماعیل شکیب وايي، چې دغه خونې د افغانستان د بیارغونې موسسې په مالي ملاتړ د ۶ زره ډالرو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې جوړېږي. نوموړي زیاته کړې، چې له دغو خونو څخه ۱۰ یې د غزني په مرکز، ۱۰ یې په ده ‌یک او ۱۰ نورې یې په اندړو ولسوالۍ کې جوړېږي.

 د نوموړي په وینا، هره خونه ۱۱ متره اوږدوالی، ۵ متره سور او ۴ متره لوړوالی لري.

مطالب

غزني کې د ممیزو
د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ