Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران ولسمشر: دښمن نه‌شي کولی مونږ له صحنې بهر کړي.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

د ایران ولسمشر: دښمن نه‌شي کولی مونږ له صحنې بهر کړي.



د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییل بریدونو ته په اشارې ویلي، تر بل هر وخت اوس یوالي ته اړتیا ده او د ایران وګړي باید په وحدت سره د یرغل پر وړاندې ودریږي.

هغه نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) د استازو جرګې غونډې ته وویل: «دښمن نه‌شي کولی مونږ او تاسو له صحنې بهر کړي او نن تر بل هر وخت ډېر انسجام ته اړتیا لرو. هغه څه چې ملت روښانه کړې، د ټولو ناځوانیو پر وړاندې په مېړانه او ټینګ هوډ ولاړ دی.»

هغه همدارنګه وویل، که کوم څوک د هغه څه خلاف چې رهبرۍ اعلان کړې، دریځ غوره او خبرې وکړي، د ایران سیاست کې هېڅ ځای نه‌لري.

د هغه په وینا، ایرانیان باید ګیلې یوې خوا ته کړي او په پوره ځواک سره ودریږي.

هغه زیاته کړه چې: «که مونږ نن توغندي نه‌درلودلی، اسراییل به په ډېرې راحتۍ سره، هر ځای چې زړه‌ یې غوښتی وي، وېشته.»

هغه همدارنګه وویل چې ایران هېڅ کله متجاوز نه‌وو او نه دی، خو یو بل ته په لاس ورکولو سره به د وحشي جنایتکارو پر وړاندې اودریږي.

مطالب

د ایران ولسمشر
دښمن نه‌شي کولی مونږ له صحنې بهر کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ