Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مسوولین: د هرات کانونو کې ۲۵۰۰ کسان په کار بوخت دي.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

مسوولین: د هرات کانونو کې ۲۵۰۰ کسان په کار بوخت دي.

د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په کانونو کې دوه زره او ۵۰۰ کارګر په کار بوخت دي. مسوولین دغه راز وايي، په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت د څو سترو کانونو د استخراج چارې پیل شي چې زرګونه نورو کارګرو ته به هم د کار زمینه برابره شي. د هرات په کانونو کې په کار بوخت ځینې کارګران وايي، په کوردننه د کاري زمینو برابرېدو سره اړ نه دي چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي. د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست د شمېرو پر بنسټ، دغه ولایت کې شپږ ستر او ۳۶ کوچني کانونه شته چې له ډلې یې د یوه ستر کان د استخراج چارې او د پنځو نورو کانونو د اکتشاف چارې روانې دي. دغه راز د هرات د ۳۶ کوچنیو کانونو د استخراج لړۍ هم پیل شوې ده.

مطالب

مسوولین
د هرات کانونو کې
۲۵۰۰ کسان
کار بوخت دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ