Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل دلسو ورځو لپاره ځنډولی.
۱۲ حمل ۱۴۰۴

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل دلسو ورځو لپاره ځنډولی.

پاکستان د کوچني اختر د رخصتیو له امله د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر د لسو ورځو لپاره ځنډولی دی. 

د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس په راپور کې راغلي، پاکستان هوډ لري، چې سږ کال له خپلې خاورې درې میلیونه افغان کډوال وباسي. بل پلو، د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د راولپنډۍ د پولیسو قومندان د بې اسنادو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو امر کړی دی. 

په اسلام‌اباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د افغان کډوالو جبري ایستل بې‌ ګټې دي. 

د دغې ادارې مشره فیلیپا کانډلر وايي، ډېر هغه کسان چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ایستل شوي وو، بېرته پاکستان ته تللي دي. بل پلو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست له نورو هېوادونو غواړي، چې د کډوالو جبري ایستل ودروي.

مطالب

پاکستان د افغان کډوالو
د ایستلو ضرب‌الاجل
دلسو ورځو لپاره ځنډولی

دا خبر نورو سره شریک کړئ