Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملګرو ملتونو افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کړې.
۱۳ جوزا ۱۴۰۴

ملګرو ملتونو افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کړې.



د ملګرو ملتونو د چټک غبرګون صندوق ویلي، افغانستان کې یې د اقلیمي بدلونونو له پایلو سره د مقابلې لپاره یو میلیون ډالره ځانګړي کړي.

دغه بنسټ نن (سه‌شنبه، جوزا ۱۳) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته د هغو ۹.۵ میلیون ډالرو د مرستو یوه برخه ده چې د اقلیم‌محوره انسان‌دوستانه اقدامونو پیاوړي کولو په موخه ۸ هېوادونو ته ځانګړي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بېړني صندوق په خبره، دغه مرسته به د افغانستان، سومالیا، نایجر، چاد، وینزویلا، موریتانیا، مرکزي افریقا او زامبیا په څېر هېوادونو کې وچکالۍ، سېلابونو، د خوړو نه‌خوندیتوب او نورو بحرانونو ته د ځواب ویلو په برخه کې ولګول شي.

سره له دې چې افغانستان اقلیمي بدلونونو کې ډېره کمه ونډه لري، خو د هغو لسو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر له اقلیمي بدلونونو زیانمن دي.

مطالب

ملګرو ملتونو افغانستان سره
یو میلیون ډالره مرسته کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ