Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ریال ماډریډ او بارسلونا د کوپا‌ډېل‌رې لیګ پای‌لوبه کې لوبېږي.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

ریال ماډریډ او بارسلونا د کوپا‌ډېل‌رې لیګ پای‌لوبه کې لوبېږي.



د اسپانیا د کوپا ډېل رې فوټبال لیګ دویمه نیمه پای‌لوبه کې بېګاه شپه بارسلونا لوبډلې اټلاټیکو ماډریډ ته ماته ورکړه او پای‌‌لوبه کې د ریال ماډریډ سیال شو.

بارسلونا په دغه لوبه کې یوازې په یوه ګول د پیاوړې اټلاټیکو پروړاندې بریا خپله کړه. دغه سیالي د اټلاټیکو ماډریډ په کورني لوبغالي کې وشوه.

بارسلونا له څلور کلونو وروسته د اسپانیا کوپا‌ډېل‌رې لیګ پای‌لوبې ته لاره وموندله او هلته به خپل سرسخت سیال ریال ماډریډ پر وړاندې ولوبېږي.

د کوپا دېل‌رې کېدونکې پای‌لوبه د ال‌کلاسیکو په نوم هم یادېږي چې دا ځل به خورا په زړه پورې وي.

ریال ماډریډ لوبډلې په نیمه پای‌لوبه کې ریال سوسیډاډ ته ماته ورکړه او د ۴۱ ځل لپاره د دغه لیګ پای‌لوبې ته یې، لاره پیدا کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پای‌لوبه به د روانې اپرېل میاشتې په ۲۶مه ترسره شي.

مطالب

ریال ماډریډ او بارسلونا
د کوپا‌ډېل‌رې لیګ
پای‌لوبه کې لوبېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ