Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوداګرۍ وزارت: د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه له ازبکستان سره یو هوکړه لیک لاسلیک شوی.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

سوداګرۍ وزارت: د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه له ازبکستان سره یو هوکړه لیک لاسلیک شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  خبر ورکړی، چې د د سرپرست وزیر په مشري پلاوي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د سیمه ییزو او نړیوالو 

پانګه والو او سوداګرۍ وزیرانو سره په کتنو کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

 د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې د نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېست غونډه کې د یو 

شمېر هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو، سیمه ییزو پانګه والو او لویو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو په ځانګړي 

ډول د کانونو، انرژۍ، کرنې، ټرانزیټ او صنعتي تولیداتو په اړه خبرې کړې دي په ورته مهال د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ د 

سوداګرۍ د اسانتیا په موخه یو هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی.

مطالب

سوداګرۍ وزارت
د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه
له ازبکستان سره
یو هوکړه لیک لاسلیک شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ